د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس، دوران وهابوف په دغه هېواد کې د ا.ا له سفیر عبدالغفار بحر سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو خبرې کړې دي. د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د اسانتیا او منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره د زمینې برابرولو پر اهمیت ټینګار شوی دی. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۳۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز، د ا.ا سفیر او د کابل، هرات، بلخ او بامیانو والیان په تاشکند کې د سوداګرۍ نړیوالې غونډې ته بلل شوي او تمه ده چې د افغانستان د سوداګرۍ برخې څه باندې ۳۰۰ استازي پکې ګډون وکړي.

#افغانستان#اقتصادي#اوزبیکاستان#سوداګري#حل لاره

Share.