د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان سره د سوداګریزې همکارۍ شورا د مشر دیمیتري انتونوف له قوله راپور ورکړی، چې مسکو افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د صادرولو هوکړه کړې ده.
انتونوف ویلي، دغه هوکړې په کابل کې د روسیې او افغانستان د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د روسیې سوداګریزې شورا د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک له هغه وړاندیز څخه ملاتړ کړی، چې د تخنیکي مقرراتو او سوداګریزو معیارونو په برخه کې د افغانستان د حکومت او د اوراسیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو په اړه دی.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، روسي شرکتونو افغانستان ته د غلو دانو، اوړو، درملو او برېښنايي تجهیزاتو د صادرولو لپاره یو شمېر تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
دغه هوکړې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د نومبر میاشتې د ۱۲مې نېټې له کاري سفر او د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د هغه تر لیدنو وروسته شوې دي.
#افغانستان #روسیه #سوداګري
