د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په دوام، د دغه هېواد د ملي اندازه‌ګیرۍ، وزنونو او مقیاسونو مرکز له رئیس سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تجربو او تخنیکي پوهې پر تبادلې، روزنیزو همکاریو، د لابراتوارونو او تجهیزاتو پر اعتبار ورکولو او د معیاري کولو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

همدارنګه افغان پلاوي د ایران له تصفیې خانو او تخصصي لابراتوارونو، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او حلالو محصولاتو له لابراتوارونو لیدنه کړې او د ازمایښت، کیفیت ارزونې او د نقلیه وسایطو د وضعیت د څېړلو له لارو چارو سره له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.

دغه همکارۍ د افغانستان د تخنیکي او لابراتواري وړتیاوو د لوړولو، د محصولاتو د کیفیت ښه کولو، د سوداګرۍ د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

#افغانستان #ایران #سوداګري #اقتصاد #معیاري_کول #د_محصولاتو_کیفیت

Share.