د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلینو د دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو د فرعي سړکونو د جغل اچونې او بیارغونې له روانو چارو لیدنه وکړه.

د ياد ریاست رئیس مولوي اسدالله حامد روانې چارې مثبتي وبللې او د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.

په یادو پروژو کې چې ۱۸ کیلومتره دشت ارچي او ۱۵ کیلومتره چهاردرې سړکونه تر کار لاندې نیسي، لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Share.