د کندز د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي چې د پولیو واکسین کمپاین یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل کړی دی.
د کندز د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدالله حکمت وویل: ټاکل شوې ده چې په دې پړاو کې به شاوخوا ۴۱۵ زره ماشومان د کندز په مرکز او ولسوالیو کې د رضاکارو له لوري واکسین شي.
نوموړي زیاته کړه: په دې کمپاین کې به د پولیو واکسین ترڅنګ، د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د بدن د معافیت د پیاوړتیا په موخه د ویټامین “ای” ګولۍ هم ورکړل شي.
د عامې روغتیا رئیس له ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د واکسین د تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
له بلې خوا، د کندز اوسېدونکي د پولیو د واکسین کمپاین له پیل څخه مننه کوي او ژمنه کوي چې خپل ماشومان به واکسین کړي او له واکسین ورکوونکو کارکوونکو سره به همکاري کوي.
یادونه باید وشي چې د پولیو واکسین کمپاین په ټول هېواد کې پیل شوی او د مسؤلینو په وینا، نږدې ۱۰ میلیونه پنځه کلن او له هغه کم عمره ماشومان به واکسین شي.

Share.