د کندوز ولايت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رییس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت وایی چې نن په دغه ولايت کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست په همکارۍ او د DI مؤسسې په مالي لګښت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د شاغاسي کلي څخه تر پنجې پله پورې د ۷۰ کېلو مترو په اوږدوالي سره د یو کانال د پاکولو چارې پیل شوې.
ښاغلی حاجي حکمت زیاتوي؛ دغه کانال چې په چهاردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، د ۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د DI مؤسسې په مالي لګښت او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست سره په همغږۍ د پاکولو چارې پیل شوې او ددغې پروژې په پيليدو سره د یادې ولسوالۍ ۴۳۰ بېکاره اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوه.
همدا راز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم ددې له پیلیدو خوښي څرګندوي او زیاتوی چې دغه کانال پخوا ډېر ډک سوی و او په جوړېدو سره به یې دخلکو پرتې ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې دغه ۷۰ کېلو متره کانال چې د چهادرې ولسوالۍ له شاغاسي پله څخه تر پنجې کلي پورې غځېدلی ده 130000 یو سلو دېرش زره جریبه ځمکه خړوبوي.