د هند د اورلوبې د تولیداتو په یوه فابریکه کې د پرونۍ چاودنې په نتیجه کې ۱۰ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه افسر فېروز خان عبداله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په تامل ناډو کې د دې چاودنې علت په فابریکه کې دننه یوه اورلګېدنه وه.
د ده په وینا، د دې اورلګېدنې علت لا معلوم نه دی، خو په هغو لومړیو شېبو کې کنټرول شوی دی.
په ټول هند کې په فابریکو کې دا ډول پېښې ورځنۍ موضوع ده، ځکه زیات مهال یې خاوندان د خوندیتوب اصولو ته پام نه کوي.
تېره جمعه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ۱۱ کارګران هغه وخت مړه شول چې د رنګونو په یوه فابریکه کې پراخ اور ولګېد او ورپسې چاودنه وشوه.