ټاکل شوې د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر سره وګوري او د دغو سرسختو رقیبو هېوادونو د لانجمنو سرحدونو پر تثبیت او د سولې تړون پر لوري د مخکې تګ په باب خبرې وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د جرمني په مونشن یا مونیخ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره تر کتنې وروسته دغه اعلان وکړ.
د اذربایجان APA خبري اژانس پرون د هغه هېواد د ولسمشر الهام علییف په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف به ډېر ژر د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ارارات میرزویان سره وګوري.
د دې کتنې نېټه مشخصه شوې نه ده.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنینان ویلي چې د بهرنیو چارو وزیرانو کتنه به پر نورو بحثونو او د سولې تړون پر متن سلا کېدو باندې راڅرخي.
ارمنستان او اذربایجان په تېرو درېیو لسیزو کې د لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ د ملکیت پر سر څو ځلې په خپلو کې جګړې کړي او دا سیمه د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې اذربایجان ونیوله.