د سپین زر دولتي شرکت مسوولین وايي، له دوو کلونو وروسته د دغه شرکت د پروسس او بسته بندۍ څانګه بېرته فعاله شوې ده.
د سپین زر دولتي شرکت عملیاتي او تخنیکي مرستیال انجینر ناید فرخاري وايي، په محلوچ سکتور کې تر ۲۰۰۰ مټریک ټنه زیاته پنبه پېرل شوې او شته ماشین یې په ۸ کاري ساعتونو کې د ۴۰ ټنه پنبه د پروسس او بسته بندۍ ظرفیت لري. .
هغه وايي چې اوسمهال لسګونه کارکوونکي په دې لاره کې په کار بوخت دي.

Share.