چارواکي وايي چې دغه مارکیټ د څه باندې یو جریب ځمکه کې په ستندرد ډول  د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت جوړیږي چې له ډیرو اسانتیاو به برخمن وي او د جوړیدو د پیل کارونه به یې په لنډ وخت کې پیل شي .

د یاد مارکیټ د بنسټ د ډبرو ایښودو په پروګرام کې د کندوز د چرګانو د اتحادې مرستیال نعیم الدین عمرخیل، د اتحادې یوشمیر مشرانو او غړو او د شرکتونو مسولینو سربیره د کندوز ولایت د زراعت، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی امان الله حسن، د ولایت مقام د دفتر رئیس عبدالغفور شهید زوی، د کندوز ښاروال قاری ګل نبي انس د صنعت او تجارت رئیس ښاغلی مولوی محمد رحیم سیرت او د صنعت او معادن خونې رئیس ډاکتر عبدالعزیز زرنک ګډون کړې و.

Share.