چارواکي وايي، د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د غجک سای، اسلام آباد او نوآباد په کلیو کې د امارتي ځمکو او مالچر د غصب مخه د کرنیزو چارو د مدیریت له خوا او د امنیه قومندانۍ په همغږۍ ونیول شوه او یو شمېر کسانو په خپل سر او غیر قانوني توګه خپل ملکیت ګرځولې او د اړونده ادارې د همغږي پرته یې په خپلسر د استوګنې کورونو جوړولو هوډ درلود.
یادې شوې ځمکې له غاصبینو وګرځول شوې، دیوالونه یې ونړول شول او عاملین یې اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شول.
همداراز د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ په شور آرق کلي کې د امارتي ځمکو او مالچر د غصب مخنیوی په دې ولسوالۍ کې د اړونده مسؤولینو له لوري شوی.