په کندوز ولايت کې د ښاروالۍ ریاست لخوا د «بریا او ښېرازۍ» تر شعار لاندې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کمپاین رسماً پرانیستل شو.

ددغه کمپاین د پرانيستلو په مراسمو کې د ولایت مرستیال والي مولوي حبیب ‌الرحمن صهېب خبرې وکړې د کندوز سیمه‌ییزه اداره یې ددغه کمپاین په موخه د اړوند ادارو څخه د ملاتړ ترڅنګ په ټولو ولسونو په ځانګړي ډول، حج اوقافو او رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې له ښاروالۍ، کرنې او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو سره په هراړخيزه توګه همکاري وکړي.

دغه ‌راز په‌ دې غونډه کې قاري ګل نبي انس د کندوز ښاروال وویل پام کې ده په‌ دې کمپاین کې د کندوز ښاروالۍ ریاست لخوا ۵۰۰۰ اصلې نه‌ مېوه لرونکي نيالګي کښېنول شي، چې نن دغه کمپاين د کندوز له آبدان دښتې څخه په رسمي توګه پیل شو.

د کندوز ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي امان ‌الله حسن وويل ددغه کمپاین سره سره د کرنې او مالدارۍ ریاست هم په پام کې لري چې د ۱۴۰۳ کال لپاره له ۳۰۰۰۰۰ درې سوه زره څخه ډیر مېوه لرونکي او نه‌مېوه لرونکي نيالګي توليد شوي. چې د تل په څېر؛ سږکال هم د ښاروالۍ او چاپېريال ساتني رياستونو سره د نیالګیو مرسته وشوه چې نن دغه کمپاين په عملي ډول پیل شو.

د کرنې او مالدارۍ رییس دغه ‌راز زیاتوي چې سږکال د کرنې او مالدارۍ ریاست نه یواځې د هېواد ټولو ولایتونو ته د نیالګیو صادرول په پام کې نیول شوي، بلکې ګاونډيو هېوادنو ته هم نیالګي صادرېږي.

له بلې خوا بیا کندوز ښاريان هم د سيمه ايزو چارواکو لخوا په ځانګړي ډول د کندوز ښاروالۍ، کرنې او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې ریاستونو څخه د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کمپاین له پیلیدو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د نیالګیو په ساتلو کې به اړوندو ادارو څخه د زړه له تله همکاري کوي.

Share.