په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې سویلي کوریا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه سازمان په خپله وېبپاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرسته به د خوراکي توکو، بېړنیو خوراکي توکو د مرستې په برخه کې د خلکو د ژوند ژغورلو او په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ولګول شي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې دغه مرسته یې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزارت څخه ترلاسه کړې ده.

Share.