په کونړ کې د یو د کور چت د غورځېدو په پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال احسان الله وایی د پرلهپسې ورښتونو له کبله تر اوسه په کونړ کې ۳۲ کورونه تخریب شوي چې د اسعداباد اړوند د اندرسیر په کلي کې د یو کور د چت د راغورځېدو په پېښه کې څلور تنه مړه او درې نور ټپیان دي.”
د هغه په خبره، په دې ورښتونو کې یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
د کونړ د ټولګټو چارو ریاست بیا د کونړ او نورستان ترمنځ د یو شمېر لارو د تړلو کېدو خبر هم ورکړی دی.
بل پلو، په غزني کې چارواکو ویلي، د شدیدو ورښتونو له کبله د غزني له مرکز او شمېر ولسوالیو ترمنځ غځېدونکې لار تړل شوي دي.
د غزني اوسېدونکو له طالب چاوراکو د دې لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او بارانونو له امله د سالنګونو په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لارې تړل شوي دي.