د څارویو د زیانونو او مالداراو ته د تاوان د مخنیوي په موخه د ولایت مقام په مقر کې بیړنۍ غونډه د یادې ستونزې د عاجل حل په موخه د ولایت مقام مرستیال مولوی حبیب الرحمن صهیب، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي امان الله حسن، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، د ۲۱۷ عمری قول اردو د مسؤلینو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس، د مهاجرینو او سرې میاشتې رئیس په شتون کې جوړه شوه او د ولایت مقام د مرستیال تر څارنې لاندې د اړوندو څانګو کمیټه وټاکل شوه.

ياد شوې کمېټه د ولايت مقام د مرستيال تر څارنې لاندې يو مشخص کاري ټيم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، سرحدي چارو، قومي او د قبایلو چارو او سرې میاشت رياستونو د رئيسانو په شتون کې ټاکلی تر څو په عاجل ډول له ولسوالانو سره په همغږۍ په هغو ولسوالیو کې چې مالداران د واښو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې ياد شوى ټيم د ولايت مقام د مرستيال تر څارنې لاندې او د کرنې، اقتصاد او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياستونو او د لوا د قوماندان په ګډې همغږۍ هغو ځایونو ته چې څاروي په کې موقعیت لري د وښو د لېږد په موخه کار کوي او په ټولو ولسوالیو کې یې د پیرودلو بهیر روان دی او د مالدارو لپاره د څارویو د لیږد بهیر عملا پیل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې کمېټې له لوري د مرغانو د ښکار مخه هم نيول شوې او هغه مرغان چې د يو شمېر کسانو له خوا ښکار شوي، بېرته په ځنګلونو کې خوشي شوي او عاملينو ته يې لارښوونه شوې، چې په راتلونکي کې دې له ورته کړنو ډډه وکړي.

Share.