نن د کندوز ولايت اړوند لوی قُچي له محمدیه مدرسې څخه د ۴ تنو حافظاتو په ګډون ۱۸ تنه طالبالعلمان د قرآن عظیمالشان له څلور کلن حفظ وروسته فارغ او نن ورته د فضیلت پګړۍ ور په سر شوې.
د لوی قُچي د تعليمالقرآن محمدیه مدرسې مهتمم قاري خال نظر نظری وویل چې له نېکه مرغه په لومړي ځل د تعلیمالقرآن له مدرسې څخه د ۴ تنو ښځینه حافظاتو په ګډون ۱۸ تنه طالبالعلمان د قرآن عظیمالشان له څلورو حفظ وروسته فارغ او نن د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د فضیلت پګړۍ ور په سر شوې.
دغهراز په دې غونډه کې ګڼو دیني عالمانو خبرې وکړې له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه دې د دیني زدکړو په موخه مدارسو ته وهڅوي.
له بلې خوا په دې غونډه کې څو تنو تازه فارغ شویو حافظانو وويل: ډېر د خوشحالۍ احساس کو چې د څلورو کلونو په موده کې مو د قرآن عظیمالشان په کامله توګه حفظ کړ او نن راته د جیدو علماوو لخوا د فضیلت پګړۍ را په سر شوې.
د یادونې وړ ده چې په کندوز ولايت کې دغه طالبالعلمان پهداسې حال کې له دغې مدرسې څخه فارغېږي چې له دې وړاندې هم له ګڼو دیني مدرسو څخه په لسګونه تنه حافظان فارغ شوي دي.