دکندزولایت دکرنې اومالدارئ ریاست چارواکي وايي کومه کميټه چې دروانې اونئ په لړ کې جوړه شوې وه، دبزګرانو دستونزو دهوارئ په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
سرچینه وايي د کمیټې د جوړولو موخه د لومړنیو اړتیاوو او د څارویو خواړه د بوسو، کنجاړې او نورو اړتیا وړ توکو ویشل دي ترڅو څارویو ته د زیان مخه ونیول شي.
دغه کمېټه د کندز ولایت د کرنې ریس په مشرۍ جوړه شوه چې د کندز ولایت د نهو ولسوالیو او مرکز په لرې پرتو سیمو کې د اړوندو ریاستونو په همغږۍ د څارویو د خواړه لکه بوس، کنجاړه مالدارانو ته وویشل او په واورو کې بند شوي څاروي یې وژغورل او د خلکو او د مالدارو ستونزو ته یې له نږدې رسیدنه وکړه.
همدارنګه دغه کمېټه چې د چهاردرې ولسوالۍ په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې چې مالدار یې بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لرله، د کمیټې له خوا د څارویو خواړه وویشل شو.