د کندز د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د ۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت شپږ لويې ټولګټې پروژې پلي کړې دي. د کندز د ټولګټو چارو رییس ملا عبدالخالق حقمل وايي چې په راتلونکي کال کې به ۹ ورته نورې پروژې پلي کړي.