د کاسا زر پروژې عملي چارې، چې د منځنۍ اسیا برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي، په پسرلي کې پيلېږي.
دا خبر د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یی خپور کړی او لیکلي یې دي چې د دې پروژې د عملي چارو د پيلېدو موافقه د جمعې په ورځ د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
پر دې پروژې چې تمه وه چارې یې د جمهوري نظام په وخت بشپړې شي، تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي چې لویه برخه یې نړیوال بانک په غاړه اخیستی دی.
د دې پروژې له مخې د قرغزستان او تاجکستان یو زر درې سوه میګاواټه برق افغانستان او بیا پاکستان ته لېږدي.