د راپورونو له مخې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت نن لوړه وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي شریف په خپل نوي حکومت کې د خصوصي بانک HBL اجرایوي رییس محمد اورنګزیب د مالیې د وزیر په توګه ټاکلی دی.
رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو په حواله ویلي چې اسحاق دار چې څلور ځله د پاکستان د مالیې وزیر پاتې شوی، د بهرنیو چارو د وزیر د څوکۍ لپاره غوره شوی دی.
د دغه راپور له مخې، اورنګزېب په داسې حال کې د مالیې د وزیر په توګه معرفي کېږي چې پاکستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
پاکستان ته د IMF د مرستو پروګرام به راتلونکې میاشت پای ته ورسیږي. ښاغلي شریف ویلي دي چې د هغه حکومت به هڅه وکړي چې د هیواد د اقتصاد د ثبات لپاره د لوړ انفلاسیون او د بهرنیو تمویل اړتیاوو ته د رسیدو لپاره د اوږد مهاله مرستو د پروګرام په اړه خبرې وکړي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.