ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو یا ۵۰ اوریزو سیالیو د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه سبا د سه شنبې په ورځ د کابل په وخت څلور بجې د شارجې په کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ پرون (د مارچ ۱۰مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې د افغان کرکټ لوبغاړو د روزنې پرمهال انځورونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا تمرینات د ایرلنډ پر وړاندې د وروستۍ لوبې په څنډه کې کېږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د باران له امله لغوه شوه، خو تېره پنجشنبه افغانستان په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
تمه ده چې تر دې وروسته به د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره شي.