دغه ورودي دروازه چې د کابل بندر په لویه لاره کې موقعيت لري، نن یې د جوړیدو چارې رسماً د پټۍ په پريکولو سره پیل شوې.
ددغې دروازې جوړولو چارې پرانیستلو پر مهال د کندوز ولايت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزي وویل نورو برخو ترڅنګ د هېواد ابادۍ، پرمختګ او د ځان بسیاینې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګنې پراختیايي او عامالمنفعه پروژې پیل کړي دي.
د ښاغلي شهیدزي په وینا چې په همدې موخه نن په کندوز ولايت کې هم ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او د یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوي دي، نن ورځ هم د کندوز په یوې سیمه کې یوه بله پروژه چې هغه د ورودي دروازې جوړول دي، چارې یې پیل شوې. د هغه په وینا ددغې پروژې جوړولو یواځینی موخه په دننه کندوز ښار کې نظم او ښکلا رامنځته کول دي، ترڅو لهدې لارې ولسونه ترې ګټه پورته کړي.
له بلېخوا د کندوز ښاروال قاري ګل نبي انس وویل چې د ښاروالۍ په مالي لګښت د ۲،۵ دوه نیم ملیونه افغانیو په ارزښت د کندوز اړوند ورودي دروازې د جوړولو چارې د پټۍ په پريکولو سره پیل شوې چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د کندوز ښاروال زیاتوي چې په تېر کال کې د کندوز ښاروالۍ او اړوندو موسسو ۷۵ پروژې د ۲۰۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د کندوز ښار په بېلابېلو سیمو کې پلي شوي دي چې ۴۵ وړې او لویې پراختیايي پروژې د ۱۰۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د ښاروالۍ ریاست لخوا او پاتې ۳۰ وړې او لویې پراختیايي پروژې د ۱۰۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د UNOPS دفتر لخوا پلي شوي دي. چې د ډېر شمېر پروژو چارې یې بشپړې شوي او یو شمېر یې تر کار لاندې دي.
دغه راز د کندوز ښاريان هم د ورته پراختیايي پروژو د پلي کيدو څخه خوشاله دي او وايي چې پهدې سره تراوسه پورې ګڼو بېکاره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، دغه اوسېدونکي له مسولینو څخه د لا ډېرو پروژو د پلي کيدو غوښتنه کوي