د کندز ولایت امنیه قوماندانئ د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت مرستیال قاری محمدالله مظلوم وايي۲۵ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان چې له دوه میاشتو راهیسي د امنیه قومانداني له لوري په جوړشوي صحي کمپ کې د درملنې لپاره را ټول شوي وو د بشپړې روغتیا او پوره تعهد اخیستلو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

وی وايي چې له تیر یوکال نه راپديخوا څه باندې ۱۵۰۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ په دې کمپ کې روغ شوي او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شويدي.

ښاغلی مظلوم زیاتوي اوس مهال هم ۴۸۰ تنه روږدي کسان په دې کمپ کې تر درملنې لاندي دي چې تر درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي او دوئ په دي هڅه کې دي ترڅو هغه روږدي کسان چي صحت یابه شوی هغوی ته دکار زمینه برابره کړي.

Share.