د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند، نقیب الله رحیمي ویلي، نن سهار د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې یوې ۳۹کلنې مور د یوې نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان زېږولي دي.
د نقیب الله رحیمي په خبره، د نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر جدي څارنې لاندې دي.