په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.
د امنیت شورا تېره شپه ناوخته د امریکا پر وخت د جمعې په ورځ ماسپښین د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د جاپان له خوا چمتو شوي (۲۷۲۷) پرېکړه لیک ته د رایې ورکولو لپاره غونډه وکړه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما پر حضور ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه یې غوښتي، چې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت په اړه راپور ورکړي.

Share.