د کندوز پوهنې ریاست اړوند ښوونکو لپاره د درسي ((کلنی، میاشتنی او ساعتوار)) پلان جوړونې یو ورځنی سیمینار، چې د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا آمریت لۀ لوري پۀ لار اچول شوی د کندوز مرکز او ولسوالیو یوشمېر ښوونځیو کې نن عملاً پیل شو.
د سیمینار محتوا چې د کندوز زون د ښوونکو روزنې مسلکي پراختیا آمریت پۀ نوښت د سلایډ پۀ بڼه تنظیم شوي ښوونکو ته د یاد آمریت علمي غړو لۀ لوري د یوې کاري ورځې پۀ ترڅ کې تشریح او توضیح کیږي، چې پۀ ترڅ کې به یې ښوونکي د درسي پلان جوړولو لۀ نویو لارو چارو سره بلد شي.
د کندوز زون د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا آمریت پلان مطابق پۀ پام کې ده، چې د نوي ښوونیز کال لۀ پیلېدو سره سم به د کندوز پوهنې ریاست مرکز او ولسوالیو اړوند ټول ښوونکي د دې سیمینار تر پوښښ لاندې ونیول شي، او کومې ستونزې، چې یاد ښوونکي د درسي پلان جوړونې پۀ برخه کې لري، حل شي.