د کندز د خوړو او درملو ادارې آمر جمعه‌ ګل شمسي وایي، د تېرو څلورو میاشتو په موده کې له پلورنځيو او درمل پلورونکو څخه شاوخوا ۱۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول کړل سوي وو چې نن په ابدان دښته کې وسوځول شول.
شمسي زياته کړه چې تر دې دمه یې د هغو ۳۰ درملتونونو دروازې تړلي چې د دغې ادارې له طرزالعمل خلاف درمل یې پلورل.

هغه یو ځل بیا له ټولو درمل او خوراکي توکو له پلورونکو وغوښتل چې په ولسونو تاریخ تېره مواد ونه پلوري.

د جمعه‌ ګل شمسي په خبره په تېرو ۹ میاشتو کې دغې ادارې د کندز او یو شمېر ولسواليو کې ۱۵۳ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.‌

په همدې حال کې د کندز ښاریان هم د خوړو او درملو ادارې له دغه اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ په ټولو ملي سوداګرو او هټيوالو غږ کوي چې نور دې په خلکو تاریخ تېره توکي و نه پلوري.

Share.