د کندوز راډيويي شبکې د کندوز ولايت په مرکز کې چې يوه بشپړه قانوني شبکه ده، د ١٣٩٤ لمريز کال د غبرګولي په ٢٣مه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست له خوا د رسمي جواز (۱۳) شمیرې سره خپل فعاليت پيل کړ. همداراز یاده رادیو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې (ATRA) ادارې له لوري خپل فریکونسۍ جواز په 89.6 اف ام موج کې (18868) شمیرې فریکونسي جواز او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د له لوري د 42485 نمبر جواز هم ترلاسه کړی دی.
د کندز راډیويي شبکه په بشپړه توګه ازاده، خپلواکه، او سوداګریزه رسنۍ ده چې د خصوصي پانګې په مرسته جوړه شوې او دوام یې د رسنیو د کارکوونکو د کار او د بيلابيلو شرکتونو له خوا د سوداګریزو اعلانونو د ترلاسه کولو پر بنسټ ولاړ دی. دا رسنۍ له هر ډول قومي، نژادي، سمتي، ژبني او جنسي تعصب څخه پاکه ده او د تير او اوسني سیاسي جریانونو له هر ډول تمایل څخه پاکه ده، یوازې د ځوانانو د استعدادونو د هڅولو، تحرک او استفادې په موخه، کلتوري همغږي او د عامه پوهاوي کچې د لوړولو او د ځوانانو هڅول تعلیم او دهیواد پرمختګ ته یواځینې هدف دی.
د کندز راډېو د نشراتي شبکې بنسټیزې موخې:
د دې شبکې اصلي موخه د ټولنې د پوهاوي د کچې لوړول، د ولسواکۍ درک او ترویج، د بشري حقونو ساتنه او درناوي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل، ملي پیوستون، د هپواد پرمختګ او سرلوړي ده.
د کندز راډیو شبکې د خپل پراخ پوښښ په رڼا کې د چهاردرې، خان اباد، علي اباد، قلعه ذال، دشت ارچي، اقتاش، کلباد، ګلتیپې او د بغلان او تخار ولایتونو ځینې برخې تر پوښښ لاندې نیولي دي.
کندز راډیو په دري او پښتو ژبو خپرونې کوي.
دا مهال د کندزکې راډيو پرسونل له لسو څخه زيات ځوانان دي، چې زياتره يې ځوانان، مسلکي او لوړې زده کړې لري.
د کندوز خصوصي راډيو خپرونې سیمه یز خبرونه ، دینی مسایل، علمي، فرهنګي، تعليمي، حقوقي، روغتيايي او ټولنيزو موضوعاتو خپرونې کوي.