د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې د دریمې شل اوریزې نړیوالې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې. د افغان اتلانو په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.
افغان اتلان به څو شېبې وروسته د خپل هدف د دفاع په موخه خپله توپ اچونه پیل کړي.