اتسوکي تيوري انځورګره له جاپان هېواد څخه، جیتندرا بیالا او روهیت بهالا دوه یوټیوبران له هندوستان هېواد څخه هغه درې بهرني سیلانیان دي چې نن له تاجیکستان هېواد څخه د شېرخان سوداګريز بندر له لارې کندوز ولايت ته په سفر راغلل.
دغه بهرني سیلانیان نن د کندوز ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوئ آمریت له لورې په رسمي ډول کابل پلازمېنې ته معرفي شول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه کلونو کې په لسګونه تنه بهرني سیلانیان د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه کندوز ولايت ته راغلي دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.