د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
یاد وزارت وايي چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېری کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي. پاکستان بېګاه په خوست او پکتیکا کې د ملکیانو پر کورونو بریدونه کړي چې له امله یې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي.