په کندوز ولايت کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست لخوا لویه غونډه جوړه شوې وه چې ددغې غونډې په ترڅ کې د کندوز په ګډون د خان‌آباد او ګلتپې ولسواليو د لسو کانالونو لپاره 10 تنه میراب باشیان وټاکل شول.

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رییس مولوي صاحب عبدالحکیم حاجي حکمت وويل چې له نېکه مرغه دغه پروسه له څه مودې راپدیخوا د اوبو او انرژۍ وزارت د طرزالعمل مطابق په یو شمېر ولسواليو کې پای ته رسول شوې، چې نن یو ځل بیا د پنج آمو سیندیزې حوزې ریاست د ځايي مسوولينو او سلګونه تنه اوسېدونکو په حضور کې د کندوز مرکز په ګډون د خان‌آباد او ګلتپې ولسواليو د لسو کانالونو لپاره 10 تنه میراب باشیان وټاکل شول.

هغه زیاته کړه چې دغه میراب باشیان د کروندګرو لخوا ټاکل شوي چې هر میراب باشي به د طرزالعمل مطابق د ۳ کلونو لپاره د ولسونو په ځانګړي ډول د کروندګرو په خدمت کې به وي.

د هغه په وینا چې د یاد طرزالعمل مطابق د کندوز په کچه د ۳۹ کانالونو لپاره ۳۹ میراب باشیان چې له دوئ سره ۱۵۰ څخه ډېر غړي هم لري، وټاکل شول چې په‌دې سره دغه لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې د کندوز په شمول د 9 ولسواليو لپاره د بزګرانو 1020 استازو په واسطه د 39 عمومي کانالونو لپاره 39 تنه ميراب باشیان او 150 غړي  وټاکل شول او په‌دې  ياده پروسه په کندز ولايت کې پای ته ورسېده.

Share.