کورنیو چارو وزارت په کندهار کې ځانمرګی برید غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د دغې پېښې عاملان به پيدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري. کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه «جنایت کارانه پېښه د خوارجو» لخوا شوې ده.