د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت‌الله رسولي د دغه وزارت لخوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ویلي چې د عدلیې وزارت د شکایتونو د اورېدلو قانون ځينې فرمانونه نافذ او په رسمي جریده کې خپاره کړي دي.

ښاغلی رسولي زیاتوي چې د شکایتونو د اورېدلو قانون یوه سریزه، دوه څپرکي ۲۳ مادې لري.

نوموړی دغه قانون د عدالت د تامین او د خلکو ستونزو ته د رسیده‌ګۍ په موخه د دولتي مسوولانو او کارکوونکو له خوا تدوین شوی او د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت دی.

Share.