په کندوز ولايت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په انګړ کې چې ۶ میاشتې وړاندې د یو جومات چارې پیل شوې وې چې له جوړېدو وروسته د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شو.
د کندوز ولايت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي امانالله حسن وویل چې په هره اداره کې د جوماتونو درلودل یو اړتیا ده، په همدې موخه نن د کرنې ریاست په انګړ کې هم یو باب جومات د خلکو او ملي سوداګرو په همکارۍ د یو میلیون افغانیو په ارزښت له ټولو ځانګړتیاوو سره په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن رسماً د لمونځ کونکو پرمخ پرانستل شو.
همدا راز د ولایت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزي وویل د نورو پراختیايي پروژو د پلي کيدو د ځانګړي پاملرنې ترڅنګ په کندوز ولايت کې سږ کال له لسو څخه ډېر دیني مراکز او جوماتونه جوړ کړي دي چې ځینې نور هم تر کار لاندې دي.