پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیعالله روحاني خبرې وکړې اویې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا هره میاشت د خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو ترمنځ ناسته ترسره کېږي چې پهدې ناسته کې د تېرو میاشتو فعالیتونو شریکولو ترڅنګ په یو لړ ستونزو او وړاندیزونو هم اړین بحثونه کېږي.
ښاغلي روحاني پهدې ناسته کې یو وار بیا ټولو خبریالانو او د سیمهییزو رسنیو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور اداره په پوره توان سره د ټولو امارتي ادارو د اطلاعاتو شریکولو په برخه کې همکاره ده او پهدې برخه د ټولو خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس په خپلو خبرو کې له ټولو خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې په پوره توان دې هڅه وکړي چې د امارتي ادارو فعالیتونو ته په ښه توګه انعکاس ورکړي، ترڅو ملت د ټولو ادارو له فعالیتونو څخه خبر وي.
دغه راز د خبریالانو د همغږۍ په ناسته کې د استخباراتو ریاست د مطبوعاتو مسوول حافظ احسانالله په خپلو خبرو کې ټولو خبریالانو ته په اشارې وویل چې نظام تاسې ته اړتيا لري او د اسلامي امارت مسولین له تاسې څخه په کامله توګه ملاتړ کوي.
ښاغلي احسانالله وویل چې د استخباراتو ریاست په ټول توان سره ستاسې په خدمت کې ده او له هېڅ راز همکارۍ څخه ډاډ نکوي.
ددغې ناستې په پای کې شمسالرحمن زردشت د ملي تلويزيون خبریال،عتیقالله رحیمي د کلید راډیو خبریال او همدا راز ایمل کاکړ د طلوع ټلویزیون خبریال د نورو خبریالانو په استازيتوب خبرې وکړې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رهبرۍ او د ملکي او نظامي ادارو ویاندویانو ته ډاډ ورکړ چې د امارتي ادارو فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې به د تل په څېر هڅه کوي.
دغو خبريالانو یو وار بیا له رسنيو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پوره همغږۍ له امله د مننې ترڅنګ وویل چې هڅه کېږي ترڅو د امارتي ادارو ټولې لاسته راوړنو ته به د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ انعکاس ورکول کېږي.