د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت الله محمدي وايي، چې نن سهار د دې ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د يوه کور چت د بارانونو له امله نړيدلى دى.
دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د فيض اباد ښار د لومړۍ ناحيې د ديوان بيګي په لاره کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي محمدي په خبره، د پېښې پر مهال د کورنۍ ټول غړي په کور کې وو، خو چا ته زیان نه دی رسېدلی.
@امیري