د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي کار به له لوی اختر وروسته پیل شي.

هغه وويل، چې دغه پروژه به د نړيوال بانک له خوا تمويلېږي او تر ٢٠١٦ زېږديز کال پورې به عملي شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان هر کال ۷۵ میلیونه ډالره د ټرانزیټ فیس ترلاسه کړي.

Share.