په بغلان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د غره د ښويېدو له امله يو ځوان مړ او يو بل ټپي شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ناڅرګنده پېښه د دوشنبې په شپه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه کسان په يوه حوزه کې په کار بوخت وو.