د کندز ولایت امنیه قوماندانئ ویاند قاري جمعه الدین خاکسار وایی، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي منسوبینو د یاد ولایت ګل تپې ولسوالۍ کې د کوکنارو ضد کمپاین تر سره کړ چې په پایله کې پنځه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه په بشپړ ډول پاکه شوه.
هغه زیاته کړه چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیس به د کوکنارو پر وړاندې کمپاین تر هغې روان وساتي تر څو کندز ولایت کې د کوکنارو کښت به بشپړ ډول له منځه ولاړشي.