نن د کندز ولایت امنیه قومانداني په جومات کې د قرانکریم د ترجمې او تفسیر ختم د یاد ولایت امنیه قوماندان، دڅلورګونو امنیتي حوزو مرستیالانو، مدیرانو، آمرینو او اړوندو جزوتامونو په پراخ شتون کې پای ته ورسید.
یاده ترجمه او تفسیر چې داسلامي امارت مشر، د هدایت پر اساس په ټولو نظامي ادارو کې د شعبان میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او ټاکل شوې وه چې د روژې مبارکې میاشتې په (۲۵) نېټه به پای ته رسیږي، نن ورځ پای ته ورسیده.
دکندز دامنیه قوماندانی دامنیت آمر مولوي عبدالرحیم ذوالفقاروویل چې په یاد ختم کې د ټولو څانګو مسؤلینو شتون درلود، او دیني درسونه په ټولو اداراتو کې دوام لري.
بل لورته يوشمير دیني عالمان او ګډون کونکي وایي د قرانکریم ارزښت، حقانیت، شرافت، علمیت، بیان او احکامات په ټولنه کې ډېر اړین دي، او ټول مسلمانان باید په داسې ورته غونډو کې ګډون وکړي.