په زابل ولايت او ميدان وردګو کې د دوو ترافيکي پېښو په پايله کې څلور تنه مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د چشت لومړۍ پېښه د جمعې په ورځ د وږي په ١٧مه د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د دوو کرولا موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې دوه تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
خو د زابل ولایت امنیه قومندانۍ نن (د سلواغې ۱۷ مه) د کابل – کندهار پر لویه لار د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.