د زابل ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د ۷ میلیونه ۸۵۲ زره ۶۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې شبکې په بشپړیدو سره د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې.

Share.