د کونړ چارواکو ویلي؛ دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار لس بجې د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برکندي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې کلیوال د فاتحې د مراسمو لپاره راټول شوي وو، چې ناڅاپه د یوه کور له دېوال سره ټکر شو.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان وايي، چې د دې پېښې ١٣ ټپيان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ١٣ نور د ماڼوګي ولسوالۍ په ولايتي روغتون او د درملنې په مرکز کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
ویل کېږي، چې د کونړ په غازي اباد، وټه پور او نرنګ ولسوالیو کې ۴ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي او سلګونه کورنیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.