دغه پروګرام چې د کندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ د بالا سړک په ارباب شيرين کلي کې د يو شمېر مسوولينو او ديني عالمانو په شتون کې ترسره شو، ٢٤ نارينه حافظانو او ٤ ښځينه حافظانو ته فضيلت ورکړل شو.
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د بهرالعلوم لېسې مدير قاري عزت الله زاهد مهتمم وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د فارغانو شمېر زيات شوى دى.