د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په هدف د درې اړخیزې غونډې د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي، چې په دې ناسته کې د درې اړخیزه ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې پر تړونونو او همدارنګه د سوداګرو لپاره د بانکي اسانتیاوو پر برابرولو، د توکو د لېږد رالېږد د لګښت پر کموالي خبرې وشوې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه: “درې واړو هېوادونو چمتووالی نیولی چې د لګښتونو د کمولو، د لېږد د وخت د کمولو او نورو اړینو اسانتیاوو په موخه به له درېیو هېوادونو څخه یو تخنیکي ټیم چمتو شي او په دې اړه به آنلاین بحثونه هم ترسره کړو.”

Share.