کندوز کې نن ۴۱۵۰۰۰ ماشومانو لپاره د پولیو واکسین کمپاین رسماً پرانیستل شو
د کندوز ولايت د عامې روغتيا رییس ډاکتر محمدالله حکمت وایي د کندوز ولايت په کچه د پولیو واکسین کمپاین په رسمي توګه پرانيستل شو.د هغه په وینا په دې کمپاین کې ۴۱۵۰۰۰ څلور سوه او پنځلس زره یو ورځني څخه تر ۵ کلني ماشومان واکسين کېږي او څلور ورځې به دوام کوي.
د عامې روغتيا رییس د کندوز له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې ددوی رضاکاره ټیمونه کلیو او بانډو ته ورځي د واکسین په ښه پلي کيدو سره د هغوی له رضاکاره ټیمونو سره همکاري ورکړي ترڅو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نشي.
په همدې حال کې بیا د عامې روغتيا رياست د معافیت کتلوي مدير غلام جیلاني عطايي وايي نن د پولیو واکسین کمپاین رسماً پرانیستل شو او پام کې ده چې سبا دغه کمپاین د عامې روغتيا رياست د رضاکاره ټیمونو لخوا پیل شي، چې پهدې کمپاین کې علاوه له دې چې ۴۱۵۰۰۰ ماشومان چې عمر یې له ۵ کلونو ټيټ وي کور په کور واکسین پلي کېږي، هغه ماشومان چې عمر یې له ۶ میاشتو لوړ او تر ۵ کلونو پورې وي د A یا الف په نوم یوه ګولۍ هم ورکول کېږي او دغه کمپاين څلور ورځې به دوام وکړي.
دغهراز بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور سره له دې چې ماشومانو ته د پولیو واکسین اړین وباله له ټولو ولسونو په ځانګړي ډول ځوانانو غوښتنه وکړه چې د واکسین په ښه پلي کيدو کې د عامې روغتيا رياست له رضاکاره ټیمونو سره همکاري وکړي.
پای کې د مسؤولینو لخوا دو ماشومانو ته د څو قطرو واکسین په پلي کولو سره رسماً د پولیو واکسین کمپاین پرانیست.