په کابل کې د چین سفیر د سره صلیب له لارې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره سل زره ډالره مرسته اعلان کړه.
د دوشنبې په ورځ (۱۰ غبرګولی) ژاو شینګ د دغه ایالت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وویل چې دغه مرستې به اړوندو چارواکو ته وسپارل شي.
د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې د خبرپاڼې له مخې، د چين سفير وويل چې چين د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په موخه په بېلابېلو برخو کې د افغان محصلينو لپاره بورسونه برابر کړي دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.