د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال ۲۷۹۱۴ بهرنیانو د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته سفر کړی دی.
په ثبت شویو شیبو کې د ۶۷۵ ښځو په ګډون ۱۵ زره ۱۵۳ بهرنیان هېواد ته راغلي او نور ۱۲ زره ۷۶۱ کسان چې ۴۹۵ یې ښځې دي له هېواده وتلي دي.