د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، د غزې د اوسېدونکو وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
ښاغلی ګوتریش زیاتوي چې د مرستندویه کارکوونکو د امنیت نشتوالی د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه دی.
هغه یو ځل بیا د حماس او اسرائیلو تر منځ د سمدستي اوربند او د اسرائیلي یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.